IQNA

په عمان كې دوهم نړيوال اسلامی بانك جوړیږی

17:20 - October 07, 2011
د خبر لمبر: 2200119
نړيواله ډله: د عمان مركزې بانك په پلازمينې مسقط كې د دوهم نړيوال اسلامی بانك العز په نوم د جوړولو منظوری وركړه.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الجزيره نيوز چينل یې نقلوی چې د عمان د مركزی بانك مشر ددې خبرپه ترڅ كې وويل چې مركزې بانك له دې وړاندې هم سږ ميلادی كال په مئې مياشتی كې د لومړی اسلامی بانك د جوړولو منظوری او اجازه وركړی وه او اوس دې مركزې بانك د دوهم نړيوال اسلامی بانك د جوړولو په اجازت نامه لاسليك كړه.
هغه زياته كړه چې د عمان د اقتصادی ماهرانو وړاند وينا كړې ده چې د دوهم نړيوال اسلامی بانك د جوړولو سره به په هيواد كې د خوشحالۍ او پرمختګ نوی پړاو شورو شی.
873931
captcha