د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه په تهران كې د اسلامی ویښتيا د نړيوالې غونډې اوهم دا راز د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ د پنځم نړيوال سيمينار بريالۍ ترسره كيدا ياده كړه او وې ويل، د سيمې اسلامی ویښتيا له اسلامی ايرانه سرچينه اخستې او د ايران اسلامی جمهوريت د سيمې د انقلابونو الهام بخښونكی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی په دوام كې په نيواكی ټاټوبو كې د شته ؤ دسيسو په باب هم روښانه كړه ځينی هيوادونه هڅه كوی د فلسطين حكومت ته له نيواكی تاټوبو له اتلس فی صدوهم دكمې برخې په سپارلوسره صهونيسټ رژيم ته رواوالی وبخښی اودا سرطانی دانه هماغه راز په سيمې كې پاتې شی.
آيت الله سيد احمد خاتمی په دې خبرې په ټينګارسره چې صهيونسټان د نيواكی ټاټوبو په باب د فيصلې هیڅ حق نه لری وويل اوس چې د اسلامی ویښتيا پسرلی رارسيدلی دی بايد صهوينسټانو ته امتيازورنه كړل شی.
ښاغلی آيت الله سيد احمد خاتمی هم دا راز د بحرين او يمن مظلومو خلكو ته په خطاب سره وويل د ايران لوی ملت په بې ګناه مسلمانانو د سيمې د ظالمو واكوالانو په ظلم بې پروا نشی پاتيكيدلی او له هغوی سره خپل انسانی اومعنوی ملاتړاعلانوی اود هغوی په غم كې ځان شريك ګڼی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی هم دا راز په امريكا كې د وال سټریټ د اعتراضيه غورځّنګ او په انګلستان كې د وروستيومياشتوپیښوته هم اشاره وكړه اوروښآنه ئې كړه دغو پیښود لويدیځی ليبرال د يموكراسۍاصلی څيره نندارې ته ړاندې كړې ده.
874861