IQNA

محمود احمدی نژاد: ايران له يوه قدرته هم نه ويریږی

17:23 - October 07, 2011
د خبر لمبر: 2200301
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن مازدیګر د همدان ولايت د سفر په دوام كې د بهار ولسوالۍ د لسګونو زره خلكو په ولولناك ټول كې د دې خبرې په كولو سره چې نن سبا د ايران ملت د نړۍ يو خوږ او مينه ناك ملت دی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد زياته كړه د ايران ملت د تاريخ په اوږدوكې يومينه ناك،خوږ اوزړه سوانده ملت پاتې شوی دی او ايران نن سبا د الهی هدايت په لور د نورو ملتونو لپاره د لارښونې نښه ده اونورملتونه صراط مستقيم ته بولی.
د اسلامی ايران ولسمشر د دې خبرې په كولو سره چې د ايران ملت له هيچا ويره او ترس نه لری روښانه كړه حتی زمونږ ماشومان هم دامريكاپه پوچ قدرت پورې ملنډې وهی او هیڅ ارزښت نه وركوی هغه په عين حال كې زياته كړه له الهی لارې غړيدل د ګمراهۍ او لالهاندۍ سبب كیږی او تورتم ته انسان رسوی
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد هغو كسانو ته په ځواب كې چې هڅه كوی د ايران د ملت د پرمختګ مخه ونيسی ټينګار وكړ د ايران ملت هغه ځای ته رسيدلی دی چې هر سپیڅلی هدف چې پلان ئې كړی په كار زياراوهلوځلوسره ئې سر ته رسوی ، د ايران ملت د ایټم بم اونوروتورونوپه څيرددښمنانوله دړكو اوچټی تورونونه و يریږی اونن سبادزبرځواك ويره دخپل ملت په لاس داسلامی ايران جوړيدااودنوروملتونو لپآره د ايران داسلامی جمهوريت بيلګه كيدا ده
874923
captcha