IQNA

د رجب طيب اردوغان مور وفات شوه

22:47 - October 08, 2011
د خبر لمبر: 2200627
نړيواله ډله: د تركی د لومړې وزير ښاغلی رجب طيب اردوغان مور ميرمن «تنزيله اردوغان»، پرون سهار د استانبول په يوه روغتون كې وفات شوه
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له تركې چينل ټی ار ټی یې نقلوی چې د رجب طيب اردوغان مور ميرمن تنزيله اردغان د يوې ناروغۍ له امله څو ورځې وړاندې بستری شوې وه. او د عمل او اپريشن نه پس هلته په روغتون كې وه
رارسيدلی راپور له مخې د اسلامی ايران د ولس مشر لومړی مرستيال محمد رضا رحيمی د تركېې لومړی وزير رجب طيب اردوغان ته د هغه د مور د مړينې له امله د تسليت يو پيغام هم لیږلئ دئ.
د تركی د لومړې وزير ښاغلی رجب طيب اردوغان مور ميرمن «تنزيله اردوغان»، پرون د جمعې په ورځ د ۸۳ كلو په عمر كې وفات شوه .
874950
captcha