IQNA

د بحرين ديكتاتور حكومت د زده كړې نظام ته بهرنی معلمان ورګډ كړی دی

22:48 - October 08, 2011
د خبر لمبر: 2201104
نړيواله ډله: د بحرين د معلمانو د ټولنې د مشر مرستيالې وويل د دغه هيواد رژيم خارجی معلمان د زده كړې نظام ته ورګډ كړی دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «almanar»، یې نقلوی د بحرين د معلمانو د ټولنې د مشر مرستيالې ميرمن جليله السلمان وويل د بحرين د زده كړې نظام ته په وهابی او سلفی ګروهنې سره د خارجی معلمانو په ورګډولو سره د دغه هيواد د معلمانو شمير چې د جون د مياشتې تر شپږمې نیټې پورې څوارلس زره تنه وو د روانې مياشتې په پيل كښې دوه ويشت زرو تنو ته رسيدلی دی.
ميرمن جليله سلمان زياته كړه دغه اقدامات په داسې حال كښې ترسره كیږی چې دبحرين ديكتاتور رژيم ددغه هيواد زيات شمير معلمان نيولی دی او ځينې نور یې له كارونو ليرې كړی دی .
د بحرين د معلمانو د ټولنې دمشر مرستيالې وويل د بحرين دښونې او روزنې وزارت مسولانو له دې وړاندې دكافی مالی مرستو او دبودجې دنشتون په شان پلمو سره دمعلمانو په كار له ګمارلو ډډه كوله .
د بحرين خلكو په تيرو شپږو مياشتو كښې دسوله ايزو مظاهر و په ترسره كولر سره په هيوا د كښې داقتصادی او سياسی اصلاحاتو دترسره كيدا غوښتنه كړی ده خو دبحرين خلك نه يوازې دال خليفه ديكتاتور رژيم لخوا ځپل شوی بلكې ددغه هيواد رژيم دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اردن دعسكرو او دپاكستان دګوډاګيانو په وربللو سره دبحرين دانقلابيانو دهدفونو له ماتی سره دمخامخ كولو هڅه كوی .
امريكا، انګلستان او ددوې نور اروپايی او عرب ملګری په يمن او بحرين كښې د ديكتاتورانو په قدرت كښې پاتې كيدا او په ليبيا كښې د قذافی رژيم د نسكوريدا په چارو كښې لاسونه لری.
874914
captcha