IQNA

په امريكې كې مظاهرې زرو ښارونو ته پراخې شوې

16:57 - October 09, 2011
د خبر لمبر: 2201742
نړيواله ډله: دغه مظاهرې چې دوه اوونۍ مخكې ؛وال سټریټ ونيسئ ؛ په نامې سره په نيويارك كې پيل شوې اوس د امريكا څه د پاسه زرو ښارونو ته وغزيدې او هماغه راز نورو ښارونه ته په غزيدا دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس «Reuters»، یې نقلوی چې د امريكا د شنو د ګوند د مشر او دغه راز د امريكا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پخوانی كانديد رالف نيدرپشمول ډيرومخالفو شخصيتونو هم په مظاهروكې ګډون كړی دی. د وال سټریټ د نيونكو د غورځنګ مظاهره چيانو كابو دوه اونۍ مخكې د نيويارك له منهټن كوڅې دغه اعتراض پيل كړ او وال سټریټ او دغه راز د نيويارك او واشنګټن نورو سيمو ته وغزيد او اوس دغه اعتراضونه بوسټن ،شيكاګو،لاس انجلس او سياټل ايالتونوته هم غزيدلی دی او هماغه راز نورو سيمو ته په غريدا دی.
اعتراض كوونكی باوری دی د امريكا د مالی اورګانونو كړن لارې او كړچار د دغه هيواد د شتمنو او سرمايه دارو په ګټه دی. راپورښئ دغه اعتراضونه د امريكا د بېريزوګارۍ، اخلاقی فساد او توپيرونو او هم دا راز په افغانستان اوعراق كې د امريكائی عسكرو د بې هدفه جګړو په خلاف دی او له دغو اعتراضونو سره سوكه سوكه د دغه هيواد سياسی لوری هم شاملیږی چې د امريكائی چارواكو سخته اندیښنه ئې راپارولې ده
876279
captcha