د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس «Reuters»، یې نقلوی چې د امريكا د شنو د ګوند د مشر او دغه راز د امريكا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پخوانی كانديد رالف نيدرپشمول ډيرومخالفو شخصيتونو هم په مظاهروكې ګډون كړی دی. د وال سټریټ د نيونكو د غورځنګ مظاهره چيانو كابو دوه اونۍ مخكې د نيويارك له منهټن كوڅې دغه اعتراض پيل كړ او وال سټریټ او دغه راز د نيويارك او واشنګټن نورو سيمو ته وغزيد او اوس دغه اعتراضونه بوسټن ،شيكاګو،لاس انجلس او سياټل ايالتونوته هم غزيدلی دی او هماغه راز نورو سيمو ته په غريدا دی.
اعتراض كوونكی باوری دی د امريكا د مالی اورګانونو كړن لارې او كړچار د دغه هيواد د شتمنو او سرمايه دارو په ګټه دی. راپورښئ دغه اعتراضونه د امريكا د بېريزوګارۍ، اخلاقی فساد او توپيرونو او هم دا راز په افغانستان اوعراق كې د امريكائی عسكرو د بې هدفه جګړو په خلاف دی او له دغو اعتراضونو سره سوكه سوكه د دغه هيواد سياسی لوری هم شاملیږی چې د امريكائی چارواكو سخته اندیښنه ئې راپارولې ده
876279