د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون مازیګر د حضرت امام رضا عليه السلام د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت د كابينې په غونډې كښې د ايران ملت او د اسلامی انقلاب ستر لار ښود حضرت ايت الله خامنه ای ته په مباركۍ ويلو سره وويل د دښمانانو له ناعادلانه بايكاټونو او ټولو خارجی دباونو سره سره به اسلامی ايران د سر شيندونكی ملت په ملاتړ سره په نږدې راتلونكی كښې د ټولو ملتونو لپاره په يوې بيلګې بدل شی.
د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل هر څومره چې د ايران د حكومت پر ضد دباونه زياتیږی د ايران خلكو ته د حكومت د خدمتونه هم زياتیږی.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل بې شكه خدای پاك جل جلاله به له هغو كسانو چې وغواړی بشری ټولنې په تيره بيا د ايران ملت ته خدمت وكړی او د الهی ایډيالونو په لاره كښې ګام پورته كړی مرسته وكړی.
876723