IQNA

حزب الله: د قاهری ناكرارۍ د مسلمانانو په ضد د امريكې له دسيسو څخه دی

16:49 - October 11, 2011
د خبر لمبر: 2203214
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ پرون د د يوې بيانیې په صادرولو سره د مصر د عيسايانو او مسلمانانو تر مينځ د تفرقی د رامينځته كيدا په اندیښنی سره وويل چې دا ناكراريانې د اسلامی امت په ضد د امريكې او اسراييل له دسيسو څخه دی او خلك دې بايد هوښيار ووسی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «lorientlejour»، یې نقلوی د لبنان د حزب الله غورځنګ يو لوړ پوړی مسئول او د دغه غورځنګ د اجرائی شورا مشر هم وويل په نوی مينځنی ختیځ كې د امريكا او صهونيسټ رژيم د سلطې لپاره هیڅ ځای نشته.
د نوموړی شورا مرستيال مشر هم ټينګار وكړ چې د مقاومت برياليتوب د سيمې د ولسونو د هيلو د پوره كيدو په تيره بيا د فلسطين نيواكی ټاټوبی او د ټولو سپیڅلتياؤ د آزادولو لپاره لاره هواره كړې ده.
هغه هم دا راز په سورئې كې د امريكا او لويدیځ دسيسې ته په اشارې سره روښآنه كړه دمشق يوازې د لبنان او فلسطين له مقاومته د ملاتړ په خاطر د لودیځو هيوادونو او امريكا په نخښه شوی دی.
د لبنان په پارليمان كې د حزب الله غورځنګ يوه بل مسئول مقام هم وويل مقاومت به د سيمې د خلكو لپاره د آزادۍ، كرامت اوعزت پر ډالۍ كولو سربيره اقتصادی او ټولنيزې ستونزې او نور خنډونه هم له مينځّه يوسی.
877574
captcha