IQNA

د سعودی عربستان علما د اسلام له حكمونو نه دی خبر

17:16 - October 12, 2011
د خبر لمبر: 2203940
نړيواله ډله: د سعودی عربستان متفكر د دغه هيواد شيعه مسلمانانو ته د مسجد البنی (ص) د جمعې خطيب سپكاوی د اسلامی دنيا د علماو له رايو سره د هغه د نه بلدتيا نخښه وبلله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت ورځ پاڼې القبس یې نقلوی چې د سعودی عربستان يوه شيعه متفكر حسين البيات په يوې بيانیې كښې په سعودی عربستان كښې د فتنه اچونكو ويناو په زياتيدا نيو كې سره وويل د مسجد النبی ص جومات خطيب علی الخذيفی شيعه مسلمانانو ته په سپكاوی رسولو سره وښودله د اسلام د علماو او د اهل سنتو د سترو عالمانو له رايو سره بلد نه دی.
هغه په نورو د كفر د فتواګانو د بنديز د قانون د تصويبيدا پرضرورت ټينګار سره وويل اسلامی ټولنه متحده ده او له يوبل سره ارتباط لری او هلته مذهبی شخړې ځاې نلری او فقهی اختلافات بايد د مسلمانانو ترمينځ د دښمۍ او درز د رامينځته كيدا سبب نشی.
د عربستان د مسجدالنبی ص د جمعې لمانځه خطيب شيخ علی الحذيفی د تيرې اونۍ د جمعې لمانځه په خطبو كښې د شيعه مسلمانانو په سپكاوی سره شيعه مسلمانان كافران او پرديو ته اړونده بللی وو.
د ويلو ده چې وهابی فرقه چې په عربستان واكمنه ده په خپله انګريزانو رامينځته كړی ده او دغه فرقې تل د مسلمانانو ترمينځ د درز د رامينځته كولو كار ته دوام وركړی او دغه فرقه تل د امريكا، ا نګلستان او د هغوې د ملګرو ګټې تامينوی او ترې سخت يریږی.
877810
captcha