د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الوفاق اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د بحرين سياسی فعال عيسی قاسم په يوې مركې كښې وويل د عتراض كونكو پرضد د بحرين د ديكتاتور رژيم له ځپونكو سياستونو سره سره د بحرين د سياسی ګوندونو او خلكو مبارزې او مظاهرې به د بحرين دملت دټولو غوښتنو تر پوره كيدا پورې دوام ولری .
هغه وويل د بحرين ملت به د ال خليفه رژيم د چلونو په وړاندې تسليم نشی.
د بحرين دغه سياسی فعال ټينګار و كړ د بحرين د ولسی مظاهرو له پيليدا راهسې ال خليفه رژيم خپل روا والی له لاسه وركړی دی او اوس په وسلو او قدرت سره نشی كولای روا والی ترلاسه كړی .
د بحرين خلك له تيرې فرورۍ مياشتې راهسې تراوسه مظاهرې كوی چې ديكتاتور رژيم ال خليفه څنګ ته شی خو امريكا سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او اردن ته اجازه وركړی ده چې دخپلو پوځيانو په وسيله دبحرين دخلكو انقلاب وځپی .
دبحرين عسكرو د سعودی عربستان ، اردن او متحده عربی اماراتو له پوځيانو سر ه يوځاې تراوسه دبحر ين ډير خلك چې ښځې او ماشومان پكښې شامل دی وژلی او په زرګونو نورې یې ژوبل كړی او په زرګونو نور یې نيولی هم دی .
د بحرين ديكتاتور رژيم نيول شوی كسان په سخته شكنجه كوی او بيا په زوره له هغوې اعتراف اخلی او په ټيلی ويژن یې خپروی .
879854