د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايران ولسمشرد دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په دغه وينا كښې وويل د ايران ملت تمدن او كلتور لری او ترهګرۍ ته ضرورت نلری او زياته یې كړه چې د ترهګرۍ كلتور له امريكا سره ارتباط لری.
ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د ايران پر ضد د امريكا لخوا ټول تورونه يوازې چټی هڅې دی چې ايران له پرمختګ او ترقۍ منع كړی.
د ويلو ده چې امريكا په خپل هيواد كښې په كورنيو مشكلاتو د برغولی د كیښودلو او د اسلامی هيوادونو له يو بل سره په جنګ ته د اچولو لپاره تور لګولی چې ايران په امريكا كښې د سعودی عربستان د سفير د وژلو پلان درلود.
دا په داسې حال كښې دی چې ايران تل ټرور او ترهګرۍ غندی او غندلی یې ده او ايران په خپله د ترهګرۍ ستر قربانی دی.
كارپيژاندی وايی هر چيرې چې ترهګری او ديكتاتوری وی نو شاته به یې امريكا ولاړه وی ځكه چې د امريكا ټولې ګټې په ترهګرۍ او ديكتاتورۍ كښې پټې دی.
880163