IQNA

د يمن عسكرو نن هم شپږ مظاهره چيان په ډزو ووژل

13:51 - October 16, 2011
د خبر لمبر: 2205816
نړيواله ډله: زمونږ خبريال وايی د يمن طبی سرچينو وويل چې د ديكتاتور ولسمشر علی عبدالله صالح وفاداره عسكرو نن په پلازمينې صنعا كښې په سوله ايزو ډيموكراسۍ پلوه مظاهره چيانو ډزو كولو سره شپږ كسان ووژل او ګڼ شمير نور یې ژوبل هم كړل.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې اطلا رسولو مركز «tv5»، یې نقلوی چې د ويلوه چې په يمن كښې له جنورۍ مياشتې راهسې د ديكتاتور ولسمشر علی عبدالله صالح پرضد د خلكو پراخې مظاهرې روانې دی او د هغه د څنګ ته كيدا غوښتنه كوی.
خو سعودی عربستان، امريكا، انګلستان او ځينې نور عرب او اروپايی هيوادونه د يمن خلك په سخته ځپی او په قدرت كښې د علی عبد الله صالح د پاتې كيدا لپاره هڅې كوی.
د يمن حكومتی عسكرو تر اوسه په مظاهره چيانو ډزو سره په سلګونو كسان وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل كړی هم دی.
سعودی عربستان، امريكا او ملګرو یې دغه كار ته په بحرين كښې هم دوام كړی او هلته د ديكتاتور ال خليفه رژيم ملاتړ او د خلكو ځپلو ته دوام وركوی.
880172
captcha