د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی نن په تهران كښې د ديره خارجی هيوادونو له سفيرانو سره په خبرو كښې وويل د ايران اسلامی جمهوريت د اسلامی ارزښتونو پراساس او د ترهګرۍ د اصلی قربانی هيواد په توګه د بې ګناه انسانانو د وينې له تويدا سره مخالف دی او په دې اساس تل له نړيوالې ترهګرۍ سره د مبارزې مخكښ دی.
د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی په واشنګټن كښې د سعودی عربستان د سفير د ټرور د دسيسې د كشفيدا په هكله د ايران د اسلامی جمهوريت پرضد د امريكا د حكومت د وروستۍ ادعا په هكله وويل د سعودی عربستان د شاهی حكومت په شمول د خپلو ګاونډيو په وړاندې د ايران د اسلامی جمهوريت ثابته او اعلان شوی ستراتژۍ په فارس خليج او مينځنی ختیځ حساسې سيمې كښې د امنيت د پياوړتيا، ساتنې، هر اړخيزه ملګرتيا، ورورګلوۍ او سولې پراساس ولاړه.
ښاغلی علی اكبر صالحی وويل د ايران اسلامی جمهوريت له ډول ډول ورانونكو پلانونو سره د مقابلې په باره كښې په ديرش كاله ارزښمنې تجربې سره له دا ډول شيطنتونو سره د مقابلې لپاره ټول ضروری ظرفيتونه لری او تجربې ښودلی ده چې فاينل نتيجه به د پلانونكو په تاوان وی.
882133