د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د فرانس له سركاری خبری اژانس (AFP) یې نقلوی چې د دوو مظاهره چيانو مړی په بدلون ميدان كښې يوه روغتون ته وړل شوی، چيرې چې د ديكتاتور علی عبدالله صالح مخالفو كسانو كيمپ لګولی دی.
د يمن عسكرو په تيرو څو ورځو كښې په پلازمينې صنعا او تعز ښار كښې په لسګونو مظاهره چيان وژلی او ملګرو ملتونو د حكومتی عسكرو لخو اد سوله ايزو مظاهره چيانو وژله په سخته غندلی ده.
د روان ميلادی كال له جنورۍ مياشتې راهسې په يمن كښې د ديكتاتور ولسمشر علی عبدالله صالح چې د امريكا او سعودی عربستان ملاتړ لری د خلكو پراخ اعتراضونه پيل شوی او حكومتی عسكرو تر اوسه څه د پاسه دوه زره كسان وژلی .
امريكا، سعودی عربستان او ځينو نورو هيوادونو په قدرت كښې د علی عبدالله صالح د پاتې كيدا لپاره هڅې پيل كړی او د سوله ايزو مظاهره چيانو ځپلو ته یې دوام وركړی.
881532