IQNA

اسماعيل هنيه د فلسطينی بنديانو هركلی وكړ

19:03 - October 21, 2011
د خبر لمبر: 2207539
نړيواله ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مصر له اسرايلو سره د فلسطينی بنديانو د مبادلې د موافقې د دوهمې مرحلې د كاملې اجرا ضامن وباله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصر اليوم السابع ورځ پاڼې یې نقلوی چې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ويندوی نن وويل مصر ژمنه كړی ده چې له صهيونيسټ رژيم سره دفلسطينی بنديانو دمبادلې دموافقې ټول پړاونه په كامل ډول په برياليتوب سره ترسره شی .
برهوم دغه راز د دغه موافقې د كاملې اجرا لپاره له صهيونيسټ رژيم سره د حماس غورځنګ غير مستقيم تماسونو ته په اشارې سره وويل واكمنه فضا اسرايلو ته اجازه نه وركوی چې په دغه موافقې كښې خنډ رامينځته كړی .
د حماس غورځنګ دغه ويندوی وايی د فلسطينی بنديانو د مبادلې د موافقې لومړنی پړاو په برياليتوب سره ترسره شوی .
۴۷۷ فلسطينی بنديان نن د دغه موافقې په چوكاټ كښې كرم ابو سالم لارې ته منتقل شول. او د فلسطين لومړی وزير ښاغلی اسماعيل هنيه یې هركلی كوی
د مصر مقاماتو نن سهار د اسرايلو پوځی ګلعاد شاليت چې ټاكل شوی د اسرايلی لوری او حماس د موافقې په چوكاټ كښې له يو زر او ۲۷ فلسطينی بنديانو سره مبادله شی لاس ته راوړه.
راپورونه وایې د مصر امنيتی مقاماتو وويل ګلعاد شاليت نن سهار له رفع سرحدی لارې په ډيرو سختی امنيتی تدبيرونو كښې د مصر امنيتی مقاماتو ته وسپارل شو او ټاكل شوی د طبی معاينو لپاره د مصر يوې پوځی اډې ته منتقل او له هغه ځايه نيواكی ټاټوبو ته واستول شی.
د دغه راپور پر اساس د مصر مقاماتو ته د ګلعاد شاليت له سپارل كيدا سره په يو وخت ازاد شوی فلسطينی بنديان له څو لارو د مصر خاورې ته ورسيدل.
882547
captcha