د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل دوی پوه شوی دی چې د ايران د ملت عمومی روح ویښ شوی دی او د عزت، وياړ د څوكو د فتح كولو په لور په چټك خوځښت سره مخ په وړاندې روان دی او دغه خوځښت به ونه دریږی .
ډاكټر احمدی نژاد ددې خبرې په كولوسره چې د ايران ملت يو كلتور او تمدن جوړونكی ملت دی په امريكا كې د عربستان د سفيرد ترور لپاره ئې د ايران د هڅې په باب د امركيا وروستۍ فضا جوړونې ته اشاره وكړه او روښانه ئې كړه د ايران ملت دغه ډواقداماتو ته هیڅ اړتيا نه لری ،ځكه ايران د تمدن او ليدتوګې خاوند دی او له دې په استفادې سره توانيدلی دی د ملتونو زړونه جذب كړی ،پردې اساس هغه كسان ترور ته اړتيا لری چې تمدن جوړونكی نه وی.
د اسلامی ايران ولسمشر د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد ټينګار وكړ تمدن په وسلو او بمونو سره نشی رامينځته كيدلی تمدن يوازې په فرهنګ او ليدتوګې سره رامينځته كیږی او د انسانانو وژل او د څو ودانيو جوړول تمدن جوړول نه دی
هغه همداراز په عراق او افغانستان كې د امريكا د پخوانی ولسمشر بش په حكم د بېګناه خلكو عامې وژلې ته په اشارې سره وويل جارج بش په قدرت كې د شتون په وخت كې څه دپآسه يو ميليون خلك وژلی دی .
886234