د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلا ع رسولو مركز المنار یې نقلوې چې د لبنان د حزب الله ستر سكتر سيد حسن نصرالله په څلورويشتم اكتوبر د پير په ورځ د المنار ټيلی ويژن سره په خبرو كې وويل چې امريكه د ولسی انقلابونو د لارې كږولو لپاره لاس پخې وهی او دا يو فطری كار وی ځكه چې مونږ د امريكې لخوا په سيمې كې د خپلو خپلوانو حكومتونو د نسكوريدو خبره قبلولو تمه دومره اسانی سره نه ده پكار.
هغه زياته كړه: چې عربی انقلابونو نه څو مياشتې وروسته مونږ خبره ثابته شوه چې دا نقلابونه ولسی دی او ورته شاته د امريكې منصوبه نيشته ځكه چې نسكور شوی ټول حكومتونه د امريكې غلامان وو.
886644