د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د بهرنيو چارو سلاكار ښاغلی ډاكټر علی اكبر ولايتی د اسلامی ویښتيا د ځانګړنو په بيانولو كې روښانه كړه خلك د خپلو نظرونو په بيانولوكې په ډيرمشخص ډول اسلام ته رای وركړې او اسلام ئې ټاكلی دی.
هغه له نوروهيوادونو سره د سورئې د بهيرونو د پولو او حدونو په بيانولو كې هم وويل. د شام د حكومت ماهيت د ليبيا او مصر د حكومتونو له ماهیّت سره فرق كوی خو هغه څه چې خبرونو او راپورونو كې تحليل كیږی په سورئې كې د يو لړ اصلاحاتو اوس هم ضرورت دی او د خبرونو په اساس دغه هيواد په اصلاحاتوپسې دی.
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نړيوالو چارو سلاكار د سيمې په حالاتو كې د تيونس د انتخاباتو د اغيزو په باب هم وويل هماغه ډول چې د سيمې پاڅونونه د يوه تيونيسی ښاريز په ځان سوځونې سره پيل شول حتما د موسيسانو د شورا په انتخاباتو كې د تيونس د اسلام پآلو بری به هم د مصر په څير د نورو هيوادونو د خلكو په رايو كې غوره اغيزې ولری.
887636