د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشرعلی لاريجانی زياته كړه په اوسنيو حالاتو كې ډيموكراټان له داخلی ستونزو سره لاس او ګريوان دی او اسرائيل هم د سيمې د انقلابونو د رامينځته كيدا په علت له انزوا سره مخامخ شوی دی.له دې امله د صهونيسټانولابيو له انزوا د وتلو لپاره خوځښتونه پيل كړی دی
د ايران د اسلامی شورا مشرعلی لاريجانی د ايران د داخلی غورځنګونو د هركلی او ملاتړ په باب د كلنټن څرګندونو ته په اشارې سره زياته كړه كه هغه د ايران په داخل كې د غورځّنګ په تمه ده بايد پوهه شی چې له ناسم تفاهم سره مخامخ ده.
ډاكټر لاريجانی د ايران لپاره د امريكا د مجازی سفارت پرانيستل هم د هغوی يو سياسی خوب وبالهّ او ټينګار یې وكړ دغه ډول خبرې د ايرانيانو د لا زيات ملی يووالی او وحدت سبب كیږی.
د ايران د اسلامی شورامشر د سيمې انقلابونو ته په اشارې سره زياته كړه امريكايان بايد خپل چلندونه بدل كړی او كوږ تفكر دې پریږدی.
888268