IQNA

د آل خليفه رژيم د بحرين د خلكو پاڅو ن نشی غلی كولی

17:17 - October 31, 2011
د خبر لمبر: 2215258
سياسی ډله: سره له دې چې د بحرين د ولس د پاڅون څه د پاسه اته مياشتې تيریږی خو د آل خليفه رژيم تر دې دمه نه دی توانيدلی د دغه ولسی پاڅون شغلې غلی كړی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، بحرين يو سياسی فعال ښاغلی «راشد الراشد»، وويل چې په بحرين كې د فرورۍ د څوارلسمې نیټې د ائتلاف مسئولانو نن يو ځل بيا له خلكو غوښتنی وو چې په نننيو مظاهرو كې دې چې د نيول شويو ميرمنو د آزادۍ لپاره د غوسې ورځ نومول شوې ګډون وكړی وروستی راپورونه ښئ د بحرين په بيلابيلو ښآرونو او كلو كې نن په دې باب سترې مظاهرې هماغه راز روانې دی او ويل كیږی چې ممكنه ده نننئ مظاهرې هم د آل خليفه او آل سعود د رژيمونو د تالی څټو عسكرو په لاسوهنې سره بيا تاؤتريخجنې شی چې په ځينو سيمو كې هم داسې شوی دی راپور ښئ د بحرين تالی څټی عسكر د آل سعود د نيواكګرو عسكرو په ملاتړ سره د مظاهره چيانو پر كورونو يرغلونه كوی او دغه راز ئې يو شمير بېګناه خلك نيولی هم دی.
البته د ولسی پاڅون مسئولانو يوځل بيا ټينګار كړی دی چې د آل خليفه رژيم د آل سعود كورنۍ په ملاتړ سره نور د ولسی پاڅون د ځپلو وس نه لری او هرڅومره چې جنايتونه اوظلمونه كوی دبحرين د ولس په انقلابی هوډ كې نوره هم زياتوالی راولی او بلاخره به ئې هم برخليك د مبارك او قذافی په څير او يا له دوی هم بدتر وی
890572
captcha