IQNA

د ايران او عراق ژورې اړيكې هیڅوك نشی خرابولې

17:18 - October 31, 2011
د خبر لمبر: 2215259
نړيواله ډله: د ايران داسلامی جمهوريت خارجه وزير علی اكبرصالحی چې د عراق په سفرتللی بیګا په بغداد كې د عرا ق ولسمشر جلال طالبانی له هغه سره په كتنې كې روښانه كړه د تهران او بغداد اړيكې تاريخی مخينه لری چې يوه هيواد ته به هم د دواړو هيوادونو د اړيكو د اودو روڼو هيوادونو د امنيت د خربولو اجازه ورنه كړی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د د عرا ق ولسمشر جلال طالبانی زياته كړه د ايران او عراق اړيكې تاريخی دينی كلتوری او سميه ايزې جرړې لری او بايد په ټولو ډګرونو كې نوره هم پراخې او ژورې شی.
طالبانی ټينګاروكړ د ايران امنيت د عراق امينت او د عراق امنيت د ايران امنيت دی نو ځكه هڅه كوو د ايران عراق پولې له ثبات اوامنيته برخمنې شی.
د عراق ولسمشر هم دا راز ټیڼګار وكړ مونږ به هيچا ته اجازه ورنه كړو چې له دغو پولو د دواړو هيوادونو په امنيت ګوزار وكړی او د سيمې بدلونونو ته په پام سره د دواړو هيوادونو سياسی غږملتيا او سلامشورې ضروری دی او بايد دغه سياسی او كلتوری غږملتياوې او دوه اړخيزې اړيكې په بيلګې بدلې كړو
د ايران خارجه وزير هم په دغې كتنې كې په روانو ملګرتياؤ او غږملتياؤ خوښی وښودله او روښانه یې كړه د دواړو هيوادونو ټوله پوله ايزې مسئلې بايد زر ترزره نهائی شی.
هغه زياته كړه مونږ دعراق دحكومت په توانمنيو او ددغه هيواد په پراختيا او امنيت ټينګولو كې ددوی پر هلو ځلو كلك باور لرو
890511
captcha