د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدی نژاد وويل كه د منځڼی ختیځ ټول هيوادونه يو بل ته لاس وركړی كولای شی د نړی د سياست او اقتصاد اصلی مركزونه په خپل اختيار كې ولری .
ولس مشر وويل د ايران او مصر ملتونه اوږدې تاريخی ، كلتوری او عقيدوی اړيكې لری خو ښكيلاك ګرد جعلی اختلافونو په رامنځته كولو سره هڅه كوی د دې دواړو هيوادونو تر منځ اړيكې ټينګې نه شی .
ښاغلی احمد ی نژاد هم دا راز وويل تر دوهمې نړيوالې جګړې اروپايانو يو له بل سره جګړې كولې او كه اوس هم د سيمې له شتمنيو د هغوی لاسونه لنډ شی يو ځل بيا به د يو بل ګريوانو ته لاس واچوی .
د هغه په وينا د بشر يت دوښمنانو د دې لپاره په سيمه د جګړې اورونه بل كړی چې په جګړه اخته هيوادونو د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې وپلوری او د هغوی جيبونه ډك شی .
مصری فعالو ميرمنو هم په سيمه كې د ايران موقعيت ته په اشارې سره د نړيوال استكبار او صهيونيستی رژيم په مقابله كې د ايران او مصر د نږدې اړيكو د ټينګيدا په اړتيا ټينګار وكړ.
892812