IQNA

ايت الله خامنه ای: امريكا د نړۍ ستره ترهه ګره ده

11:06 - November 04, 2011
د خبر لمبر: 2217102
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د توكل، میړانې، مقاومت او بصيرت په بركت د ايران ملت په تيرو ۳۲ كلونو كې له درستو چيلنجونو سرلوړی راوتی ، پرمختګ یې كړی او په راتلونكو كښې به هم مخ په وړاندې چيلنجونو كښې بريالی او سرلوړی راووځی .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د زرګونو محصلينو او زده كوونكو په ټول كښې د لړم ۱۳ د اسلامی انقلاب د غور وړ عبرت او په الهی قدرت د توكل د معجزې نښه ،او هدف ته د رسيدو په لاره كښې له بصيرت سره يو ځای مقاومت وباله .

د رهبر ۍ ستر مقام په دغه كتنه كښې چې نن د لړم د ۱۳ په درشل كښې چې له نړيوال استكبار سر ه د مبارزی او زده كونكو ورځ نومول شوی ده وشوه د لړم ۱۳ د كلمی په حقيقی معنی ايام الله وبلله او زياته یې كړه د اسلامی انقلاب په تاريخ كښې دغه ‌ډول پياوړې او وتلې مناسبتونه ددغو تاريخی عبرتونو د واقع بينانه جاج پر اساس د راتلونكې لپاره د پلانونې ، حركت او سيمې لاری د پيژندلو لپاره د غور يو فرصت دی .

حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د لړم د ۱۳ مهمه ځانګړنه د لوړو هدفونو او مبارزې په لاره كښې له بصيرت سره يو ځای مقاومت او په الهی قدرت د تكېی بيلګه وبلله او ویې فرمايل په ظاهره ددغه غيرممكنی پیښې ترسره كيدل د خدای په قدرت د امام خمينی (رح) د توكل او په جلاوطنۍ كښې د مقاومت پايله وه .

هغوئ ټينګار وكړ په درستو ډګرونو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د نظام لاسونه ډك دی چې يوه بيلګه یې د دينی ولسواكۍ په نامه نړۍ ته ديوی نوی سياسی مفكورې وړاندې كول دی چې له فكری او عقيدتې پلوه ډير پياوړی او له علمی پلوه اجراكيدونكی او مخ په وړاندې تلونكی دی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای له دغې پياوړې او اجراكيدونكې سياسی مفكورې د بيلګې اخيستو او پراختيا د دښمنانو اندیښنو ته اشاره وكړه او ویې فرمايل په همدې دليل د امريكا حكومت هڅه وكړه د خپلو كورنيو لانجو او دوال سټریټ د ولسی غورځنګ د حركت په اوج كښې په يوه ملنډه ايزه سناريو كښې د ايران اسلامی جمهوريت په يوه غلط ، بې منطقه او ناوړه ترهه ګر حركت تورن كړی ، خو په نړۍ كښې هر نظر خاوند او فن لرونكی كس ددغه بې شرمه سناريو په ليدلو سره هغه رد كړه.

د رهبرۍ ستر مقام د وال سټریټ د غورځنګ تر اغيزو لاندی راوستل او په ايران د دباوو اچول له دغه سناريو د امريكا هدفونه وګڼل او زياته یې كړه هغوئ نيت لری د ايران د اسلامی جمهوريت شريف او مبارز عناصر په ترهه ګرۍ تورن كړی ، په داسی حال كښې چې امريكا خپله د نړۍ ستره ترهه ګره ده .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل د نړۍ او سيمې ملتونوپه ډاګه د مصر، تونس او ليبيا په مسئلو كښې د امريكا او لويدیځ دوه ګونوالی او نفاق وليده او په نورو موضوعاتو كښې د هغوئ دوه مخې توب ټولو ته معلوم دی .

حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ، د ايران اسلامی جمهوريت په سيمه او نړۍ كښې د پيل شوی حركت مركز وباله او ویې فرمايل په همدې دليل دښمنان هڅه كوی د خلكو په تيره بيا د ځوانانواو مسئولانو په نهيلې كولو سره ددغه مخ په وړاندې حركت په لاره كښې خنډونه واچوی ، خو د هيواد مسئولان او ځوانان په خدای په توكل او زيات قدرت اوهيلو سره ټينګ ولاړ دی .

892103
captcha