IQNA

په كينیډا كې د قران پاك د قرائت او حفظ مقابلې تر سره كیږی

18:59 - November 04, 2011
د خبر لمبر: 2217239
نړيواله ډله: د امام رضا عليه السلام نومې ادارې لخوا د كينیډا په ټورنټو ښار كې د روان ميلادی كال په روانې مياشتې نومبر په نولسمه نیټه د د قران پاك د قرائت او حفظ مقابلې تر سره كیږی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Imam Reza Circle»، یې نقلوی چې دا مقابلې د لسو كلونو نه كم عمر ماشومانو لپاره د ديرشمی سپارې د حفظ ، له يولسو كلونو تر پينځلسو كلونو پورې كسانو لپاره د نيم قران پاك حفظ او د شپارسو نه زيات عمر والا كسانو لپاره د ټول قران د حفظ مقابلې تر سره كیږی.
يادونه كوو چې د دې مقابلو په قرائت برخه كې هر يو كس شركت كولای شی او هر يو كس به د امتحان او مقابلې نه لس منټه مخكښې پوښتنې وركولی شی چې ورته د تيارۍ موقع ملاو شی.
892025
captcha