IQNA

د حج په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام ايت الله خامنه ای حاجيانو ته پېغام

15:52 - November 05, 2011
د خبر لمبر: 2217861
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای د حج په مناسبت د عرفې په ورځ د نړۍ ټولو حاجيانو ته په خپل پيغام كې وويل چې لويدیځ، امريكا او صهيونيسټ رژيم نن تر بل هر وخته زيات كمزورې دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی انقلاب ستر لارښود د دفتر ويب پاڼی ېی نقلوی چې ستاسو لوستونكو لپاره د حضرت ايت الله خامنه ای ټول پيغام متن راوړو:


بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين و صلوات الله و تحياته علی سيد الانام محمد المصطفی آله الطيبين و صحبه المنتجبين

دا دی د حج پسرلی ، له خدايی برم ، پرتم او معنوی مينې او تاندوالی سره رارسيدلی او مومن او لېواله زړونه د توحيد او يووالی تر كعبې د بوراګانو په شان تاویږی. مكه ، منا، مشعر او عرفات دهغو نېكمرغه انسانانو منزل دی چې د « وا ذن فی الناس بالحج» غږ ته یې لبيك ويلی او د غفور او كريم خدای په مېلمستيا سرلوړې شوې دی. دا هماغه مباركه خونه او دهدايت چورليز دی چې د الهی بيناتو وړانګې ترې خپریږی او د ټولو په سر یې د امان سيوری غوړولی دی.
زړونه د مينې ، ذكر او خشوع په زمزم ووينځئ؛ د باطن سترګې د حق په روښانه ايتونو پرانېزئ ؛ اخلاص او تسليم ته چې د حقيقی بندګۍ نښه ده مخه كړئ: دهغه پلار ياد چې په طوع او تسليم سره یې خپل اسماعيل قربانګاه ته بوته بيا بيا په زړونو كې ژوندئ كړئ، او په دې توګه هغه ښكاره او روښانه لاره چې د جليل خدای دوستۍ ته د رسېدلو لپاره یې مونږ ته پرانستې ده وپېژنئ او ورباندې تګ یې خپل مومنانه همت او رښتينی نيت ته وسپارئ.
مقام ابراهيم له هماغه روښانه دليلونو يو مقام دی، د كعبې شريفې په څنګ كې د ابراهيم عليه السلام د پښو پل د مقام ابراهيم يوازينی سمبول دی. مقام ابراهيم د هغه د اخلاص او سرښندنې مقام دی، د نفسانی غوښتنو ، پلرنۍ مينې او د كفر و شرك د سلطې او د نمرود د واكوالۍ په وړاندې د درېدلو مقام دی.
د ژغورنې دغه دواړه لارې دا دی نن د اسلامی امت هر وګړی ته پرانستې دی، د هر يو همت او مېړانه او كلك هوډ مونږ هغو هدفونو ته رسولی شی چې له آدمه تر خاتمه د الهی رسالت استازو انسان وربللی او لارويانو ته یې په دنيا او اخرت كې د عزت او سعادت وعده وركړې ده.
د اسلامی امت په دغه پريمانه شتون كې ښايی چې حجيان د اسلامی نړۍ پر ډېرو مهمو مسايلو غور وكړی. نن سبا تر ټولو لويه مسئله په ځينو مهمو اسلامی هيوادونو كې پاڅون او انقلاب دی . د تېر او سږ كال د حجونو په مينځ كې په اسلامی نړۍ كې ځېنې پېښې شوې دی چې د اسلامی امت برخليك بدلولی، او د ځلانده عزتمن او دمادی او معنوی پرمختګ راتلونكی ډالۍ كولی شی.
په مصر ، تيونس او ليبيا كې دېكتاتور ، فاسد او پييلی طاغوتان د قدرت له ګدۍ نسكور شوې او په ځېنو نورو هيوادونو كې د ولسی پاڅون څپانده څپې د زور او زر ماڼۍ ورانۍ او تباهۍ ګواښی.
زمونږ د امت دا نوې پاڼه ځېنې حقايق په ګوته كوی چې ټول د خدای له نښو او بيناتو څخه دی او مونږ ته د ژوند درس راكوی د مسلمانو ولسونو په ټولو محاسبو كې بايد دغو حقايقو ته پام وشی.
لومړی دا چې نن د هغو ولسونو له زړه چې په لسګونو كاله د پرديو تر سياسی ولكې لاندې وو، داسې ځوان نسل سر راپورته كړی چې په ځان په ښه باور سره خطرو ته غاړه غړۍ شوې او له واكمنو طاقتونو سره ‌‌ډغرې ته پاڅېدلې او د حالت بدلولو ته یې ملا تړلې ده.
بل دا چې په دغو هيوادونو كې د واكمنو سيكولرانو له واكمنۍ او د دين د ختمولو لپاره دهغوی له پټو او ښكاره هڅو سره سره ، اسلام پر اوڅاره او برمناك شتون سره د زړونو او ژبو لارښوونكی او د ميليونونو انسانانو په وينا او عمل كې د خوټېدونكې چينې په شان دهغوی غونډو او هڅو ته ژوند او تاندوالی بخښلی دی.
د هغوی تكبيرونه، جوماتونه، او اسلامی شعارونه د دغه حقيقت ښكاره نخښه او د تيونس وروستی انتخابات د دغه ادعا غوڅ دليل دی. بې له شكه په هر بل اسلامی هيواد كې دآزادو انتخاباتو نتيجه به هم هماغه وی چې د تيونس د انتخاباتو وه.
بل حقيقت دا چې د دغه يوه كال په پېښو كې ټولو ته څرګنده شوه چې عزتمن او قدرتمن خدای د ولسونو په هوډ او اراده كې داسې طاقت ایښی دی چې هیڅ بل طاقت ورته د ټينیګيدو نه دی ولسونه په دغه خدای وركړی طاقت سره خپل برخليكونه بدلولی او له الهی مرستې برخمنېدلی شی.
بل دا چې د امريكا په مشرۍ كبرجنو دولتونو چې په تېرو لسګونو كلونو كې یې په سياسی او امنيتی چلولونو سره د سيمې ولسونه دځان تابع كړې او په خپل خيال یې د نړۍ په دغه حساسه سيمه د ډېرنده سياسی ، اقتصادی او كلتوری ولكې لپاره هواره لاره جوړه كړې وه، نن د دغه سيمې د ولسونو د كركې او ويزارۍ لومړۍ نښه ګرځېدلې دی. ډاډه اوسئ چې د دغو انقلابونو له زړه راوتلې حكومتونه به هیڅكله پخوانيو سپكوونكو معادلو ته غاړه كې نه ږدی او د دغه سيمې سياسی جغرافيا به د هغوی د بشپړه خپلواكۍ او عزت په ليكو برابره شی.
بل حقيقت دا دی چې د دغه سيمو خلكو ته د لويدیځو قدرتونو منافقه او څورنګه څېره ښكاره شوه . په مصر ، تيونس او ليبيا كې امريكا او اروپا په يوه ډول تر خپله وسه هڅه وكړه خپلې مهرې وساتی خو كله چې د ولسونو هوډ د هغوی پر غوښتنه بريالی شو نو برياليو ولسونو ته یې په خولې د دوستۍ غولوونكې مسكا خپره كړه.
په دې سيمه كې د ورستی يو كال په پېښو كې موجود قيمتی حقايق او الهی بينات تر دې ډېر زيات دی او د فكر د خاوندانو لپاره پرې پوهېدل ګران كار نه دی.
خو له دغو ټولو واقعيتونو سره سره نن ټول اسلامی امت په تېره بيا پاڅېدلې ولسونه دوو بنيادی توكو ته اړتيا لری.
لومړی: د پاڅون او درېدا دوام او د كلك هوډ له سستېدو ډډه كول دی . په قرآن مجيد كې خدای تعالی خپل لوی پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته داسې فرمايی:« فاستقم كما امرت و من تاب معك و لا تطغوا» او « فلذلك فادع و استقم كما امرت » او همداراز د حضرت موسی عليه السلام له خولې:« وقال موسی لقومه استعينوا بالله واصبرو، ان الارض لله يورثها من يشاء من عباده و العاقبة للمتقين»
په دغه پړاو كې د پاڅېدلو ولسونو لپاره د تقوا لوی مصداق دا دی چې خپل مبارك خوځښت ونه دروی او ځانونه د دغه مهال په لاسته راوړو برياوو مشغول نه كړی. دا د هغه تقوا مهمه برخه ده چې لرونكو ته یې د «ښه انجام» زېری وركړل شوی دی.
دوهم: د نړېوالو مستكبرانو او هغو قدرتونو چې له دغو انقلابونو او پاڅونونو تاوان وررسېدلی د حيلو او چلولونو په وړاندې هوشياری او بېداری. هغوی بې كاره نه كیښينی او په خپل ټول سياسی ، امنيتی او مالی زور سره په دغو هيوادونو كې د بيا نفود او قدرت د ټينګولو لپاره ډګر ته راځی.
د هغوی وسيلې، تمه ، ګواښ او غولونه ده . تجربو ښودلې ده چې په خواصو كې داسې كسان شته دی چې دا وسيلې او اوزار پكې خپل كار كوی او وېره، تمه يا غفلت هغوی دانسته يا نادانسته د دښمن په خدمت كې راولی، د ځوانانو روڼ اندو او دينی عالمانو ویښې سترګې بايد دې مسئلې ته ډېرې ځيرې اوسی.
تر ټولو لويه خطره ، په دغو هيوادونو كې د نوی سياسی نظام او حكومت په جوړښټ كې د كفر او استكبار د جبهې د خالت او اغيز شيندل دی. دوی به خپل ټول وس وكاروی چې نوی نظامونه اسلامی او ولسی څېره خپله نه كړی. نو د دغو هيوادونو ټول زړه سواندی او هغه كسان چې د خپل هيواد عزت ، كرامت او پرمختګ ته هيله من دی بايد هڅه وكړی چې د نوی نظام اسلاميت او ولسی توب په بشپړه او ښه ډول وساتل شی. په دې مينځ كې د اساسی قانون رول ډېر مهم دی. ملی يووالی او د نورو مذهبی ، قبيله ای او توكمی جوړښتونو په رسميت پېژندل د راتلونكې د كاميابيو شرط دی.
په مصر ، ليبيا او تيونس كې پاڅېدلې او میړنی ولسونه او نور ویښ او مبارز ولسونه دې پوه شی چې د امريكا او د لويدیځ د نورو مستكبرانو له ظلم او چله د هغوی د ژغورنې يوازينۍ لاره دا ده چې په نړۍ كې د طاقت انډول د دوی په ګټه برابر شی. مسلمانان كه غواړی چې له نړۍ خوورو سره خپل مشكلات سم حل كړی بايد ځانونه د نړۍ د ستر قدرت تر بريده پياوړې كړی او دا كار يوازې او يوازې د اسلامی هيوادونو په ملګرتيا ، يو والی او يو زړه والی لاسته راتللی شی. دا د امام خمينی نه هېرېدونكی وصيت دی . امريكا او ناټو د خبيث او ديكتاتور قذافی په پلمه په مياشتو مياشتو د ليبيا په خلكو بمباری وكړه . او قذافی هماغه كس و چې د ليبيا د ولس له میړنی پاڅونه مخكې دهغوی نزدې دوست او ملګری ګڼل كېده . د هغه به یې تود هركلی كاوه او د هغه په لاس به یې د ليبيا شتمنی لوټله، او د هغه د غولولو او احمقولو لپاره به یې لاسونه ورښكلول.
د ولس له پاڅونه وروسته یې هم هغه پلمه وګرځاوه او د ليبيا ټول بنيادی تاسيسات یې وران كړل . كوم يو هيواد د ناټو له خوا د ليبيا د خلكو د وژلې د غميزې او د دغه هيواد د ورانۍ مخه ونيوی شوه.؟ چې د لويدیځ د وحشی او خونخوارو قدرتونو غاښونه مات نه شی. د اسلامی نړۍ لپاره دغه ډول خطرې هر وخت پېښېدلی شی او له هغو د ژغورل كېدو يوازينۍ لاره دا ده چې په اسلامی نړۍ كې يو قدرتمن قطب جوړ شی.
لويدیځ امريكا او صهيونزم نن تر بل هر وخته زيات كمزورې دی . اقتصادی ستونزې، په افغانستان او عراق كې پرله پسې ماتې، په امريكا او نورو لويدیځو هيوادونو كې ژور ولسی اعتراضونه چې لمن یې ورځ په روځ غځیږی، د فلسطين او لبنان د خلكو سرښيندنې، په يمن بحرين او د امريكا تر نفوذ لاندې په ځينو نورو هيوادونو كې د خلكو میړنی پاڅونونه دا ټول او ټول د اسلامی امت په تېره بيا د نويو انقلابی هيوادونو لپاره د لويو زېرو لرونكی دی.
په ټولې اسلامی نړۍ په تېره بيا په مصر ، تيونس او ليبيا كې مومن سړی او ښځې بايد له دغه فرصته د نړيوال اسلامی قدرت د جوړولو لپاره ډېره استفاده وكړی. د غورځنګونو مخ كښان او خواص دې په لوی خدای توكل او په الهی وعدې باور وكړی او د اسلامی امت د تاريخ دا نوې پرانستل شوې پاڼه دې په خپلو پاتېدونكو وياړونو سره ښكلې كړی چې د خدای د رضا سبب او دهغه د مرستې زمينه جوړوونكې ده .

والسلام علی عباد الله الصالحين
سيد علی حسينی خامنه ای
د ۱۳۹۰ كال د لړم ۵،
د ۱۴۳۲ كال د ذی قعدې ۲۹
893266
captcha