د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس المنار یې نقلوی چې پوليس وايی چې په ځانمرګی بريد كې د پوليسو د يوه افسر په ګډون ټول ۷ كسان وژل شوی چې ۶ یې عام وګړی او يو یې پوليس افسر دی. (۲۰) نور كسان ټپيان دی چې د ځينو روغتيا يی حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د پوليسو د شمالی زون قوماندانئ وياند لعل محمد احمدزی وويل ځانمرګی بريد كوونكی د اختر د لمانځه عبادت كوونكی په نښه كړل . د ده په خبره چې د پوليسو يو افسر او ۶ عام وګړی وژل شوی او همدا راز شل (۲۰) نور كسان ټپيان دی چې زياتره یې عام وګړی دی.
له بل لوری دافغانستان دكورنيو چارو دوزارت وياند صديق صديقی وايیچې ځانمرګی بريد كوونكی دوه وو. يوه یې ځان چاودلی او بل یې دپوليسو له لوری ژوندی نيول شوی دی .
دا چې ځانمرګی كې ولسی وګړو ته زياته مرګ ژوبه وراوښتې او دلسګونو افغان بېګنا كسانو پركورونو دلوی اختر په مباركه ورځ دغم ټغر خپور شوی نو ددغه بريد له كبله دبريد كوونكو په خلاف دولسی افغانانو سخته غوصه را پارېدلې ده .
كه څه هم په سيمه كې ځانمرګی بريدونو تل وسله وال طالبان كوی خو ددغه ځانمرګی بريد په اړه لا تر اوسه دطالبانو غبرګون نه دی را څرګند شوی .
894345