IQNA

لوې اختر، د عشق او ايثار د ياد ژوندی كول

14:35 - November 07, 2011
د خبر لمبر: 2218693
ټولنيزه ډله: د قمری كال په مياشتو كې د لوې اختر (ذی الحجه ) مياشت د ابراهيمی حج مياشت ده . د دغې مياشتې په لسمه ، لوې اختر دې او په اتلسمه یې عيد غدير او عيد ولايت دې .
د لوې اختر د رارسيدا او په مكې مكرمې كې د نړۍ د مسلما نا نو د سترې كنګرې او غونډې د ترسره كيدا په مناسبت درسره يو څو خبرې شريكول غواړو .
د انسان د پنځون له پيليدا تر اوسه پورې په هیڅ مذهب كې د دغه ډول كنګرې او دستورو د ترسره كيدا امكان ندې موجود او هیڅكله به هم دغه امكان رامينځته نشی . په قلم د دغې كنګرې او غو نډې بيانول هم امكان نلر ی ځكه چې دا د زړه او احسا ساتو داخلی سفر دې چې د قلم په څو كه یې بيانول ګران دی .يوازې هغه كسان دغه عظمت او پرتمينتيا درك كولې شی چې په دغو دستورو كې یې ګډون كړې وی ځكه چې دا احساس او خوند څښو نكې دې نه بيا نونكې .
دغه ځانګړنې په كو مو دستورو او يا تاريخی ،مذهبی ځای كې پيدا كيدلې شی ؟

۱: د هیڅ ځای زيات كه هر څومره هم مهم وی ، په ژوند كې د انسان لپاره واجب ندې ، خو يوازې د خداوند متعال كور مكه مكرمه
۲: پّه مځكې يوازنې امن ځاې د مكې مكرمې ښار دې چې درست موجودات حتی ځناور هم پكې په امان كې دی او هیڅوك دا حق نلر ی چې حتی يو میږې هم ازار كړی يا د كومې ونې څانګه ما ته كړی .
۳: نور تاريخی يا زيارتی ځا يو نه ممكنه ده د بزرګانو يا ځانګړو ميلما نو لپاره خالی كړې شی ، خو په مكې مكرمې او حر م الهی كې ټول ځانګړی ميلما نه دی ، بادشاه ، ګدا ، عالم ، جاهل ،كمزورې او پياوړې ټول د يوه بل په څنګ او يو شانته جاموكې په يوه ليكه او يوه شعار لبيك اللهم ليبك ........ سره د خداوند متعال د كور ګير چاپيره طواف كوی او د ټولو معبود او معشوق يو دې او له واحد او مهربان خداې سره راز و نياز كوی .دلته هیڅوك بې نيازه نشته درست خپل بې وسه لاسونه د بې نيازه خداې په لور اوږدوی .

لوې اختر
لوې اختر د عشق او تسليميدا د ثابتيدا ورځ ده .هغه ورځ چې مسلما نان د خپل معشوق په وړاندې ، ځان او خپل درست څيزونه قر بانوی .لوې اختر د حضر ت ابراهيم عليه سلام ، حضر ت اسماعيل عليه سلام او حضرت بی بی هاجره (س ) د عشق او ايثار د خاطرې ژوندی كول دی .
نن مو نږه مسلما نان په قر بانی كولو سره د خليل ا... عليه سلام دغه سنت ژوندې كوو او عشق ، تسلميدا او تعبد په عمل كې ازمايو او د قر بانی كولو په وخت دغه ټكې په خپلې ژبې جاری كوو چې حضر ت ابراهيم عليه سلام د اسماعيل ع د قربانی كولو په وخت په خپلې مباركې ژبې جاری كړی وو . مونږه هم وايو چې اې مهربانه خدايا هماغه راز چې له خپل ګران پيغمبر حضرت ابراهيم خليل ا... ع ، حضر ت موسی كليم ا... ع او حضر ت محمد حبيب ا... ص څخه دې قبوله كړه زمونږ دا قر بانی هم قبوله كړه .
د قر بانی كولو حكمت له خداوند متعال سره د قر بانی كو نكی نږدې كيدا او تقوا ده . پر دې اساس قربانی هغه وخت قبلیږی چې په تقوا سره تر سره شی او د دغه عمل روح تقوا ده .
لوې اختر مونږ ته په خپلې غريزې د دندې د بره ګڼلو درس رازده كوی او دا چې حضر ت ابراهيم ع څرنګه د خدا وند متعال رضا ، خوشنودی او دنده په خپلو ذاتی ګروهنو او د زوی د مينې په غريزې بره او مقدمه وګڼله .

د حضرت امام حسين عليه سلام قر بانيانې
سا لار شهيدان حضر ت امام حسين عليه سلام په ۶۰ هجری قمری كال كې له مدينې ، مكې ته حركت وكړ خو د باوری سرچينو د معلو ما تو له مخې د يذيد له دغې ناوړې دسيسې خبر شو چې غواړی امام حسين عليه سلام د خدا وند متعال په كور كې شهيد كړی چې امام حسين عليه سلام د خداې د امن كور د حرمت د ساتلو لپاره د حج نيت په عمرې بدل كړ .
په هر حال هغه حضرت كه څه هم منا ته ورنغله ، خو ډيرې ګرانه بيه قر بانی یې وركړې خپل مبارك وجود یې قربان كړ چې مكه او منا پاتې شی . له همدې امله حضر ت امام سجاد عليه سلام په شا م كې ځان د مكې او منا بچې معرفی كړ .پر دې اساس چا چې ځان په ملګری قربان كړ نو هغه له منا او عرفات ميراث وړی . له همدې امله درست شهيدان او امام عليه سلام د لارې لارويان دعرفات ، مشعر او منا وارثان دی ، ځكه چې د ځان او بچيانو قر بانول انسان د منا د اسرارو وارث ګرځوی .يوه قربانی حضر ت ابراهيم عليه سلام په مكې مكرمې كې وركړه ، خو د خاتم النبين حضرت محمد مصطفی ص دمبارك وجود يوې تكړې حضرت امام حسين عليه سلام د كر بلا په دښتې كې حتی د خپلو شپږو مياشتو بچې حضر ت علی اصغر قر بانی هم وركړه او خپل هر څه یې د اسلام په لاره كې قربان كړل او كه نن اسلام ژوندې دې نو د سالار شهيدان حضر ت امام حسين عليه سلام د پاكې وينې په بركت ژوندې دې .
891982
captcha