د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، زمونږ خبريال راپور راكړ د ايران داسلامی شورا مشر علی لاريجانی پرون د تهران په ختیځ كې د ګرمسار ولسوالۍ د 183 شهيدانو د ياد د لمانځلو په ټول كې وويل د سيمې حالات اوس په بدليدا دی او دا د امريكا په ګټه نه دی او امريكايان د ايران اسلامی جمهوريت د يو مهم هيواد په توګه ګڼی نو په همدې علت غوسه دی.
ډاكټر لاريجانی همداراز ټينګار وكړ له امريكايانو څخه د سيمې د خلكو كركه اونفرت علت د سيمې د خلكو په باب د هغوی د سپيره چلند له امله دی
د ايران داسلامی شورا مشر ټينګار وكړ د امريكا ولسمشر باراك اوباما د اسراييلو امنيت خپله سره كرښه ګڼی په داسې حال كې چې د فلسطين د خلكو امنيت د امريكائی حكومت لپاره هيبڅ اهميت نه لری . هغه همداراز وويل د اسلامی ايران په ضد پروپیګنډيز های هوی په سيمې كې د ا يران له هراړخيز اغيز شيندنې قدرت او اقتدار په سبب دی .
896076