IQNA

د برما مومنانو په يانګون ښار كې د غدير جشن تر سره كړ

21:33 - November 17, 2011
د خبر لمبر: 2223874
سياسی ډله: د برما مسلمانانو د غدير اختر د ورځې په مناسبت چې په دې ورځ پيغمبر اكرم خپل ځای ناستې حضرت علی عليه السلام ټاكلې ؤ د دې نيكمرغه ورځې په مناسبت په يانګون ښار كې د غدير جشن ولمانځل.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د غدير اختر په مناسبت سره د برما مومنانو په يانګون ښار كې په څوارلسم نومبر د خوشالۍ يو پروګرام تره سره كړ دا مراسم په جعفريه امام باړې كې ماښام اووه بجې شورو شول په دې مراسمو كې د اهل بيتو ذاكر ضمير حيدر په خپلې وينا كې د غدير اختر له ټولو غټ اختر په بللو سره وويل چې دا هغه عظيمه ورځ ده چې په دې ورځې الله تعالی خپل رسول صلی الله عليه واله ته وويل چې د خپل وصی او ځای ناستی اعلان وكړه او د اسلام دين یې مكمل او كامل كړ
د جشن په دې مراسمو كې د ښځو او سړو ډير زيات تعدار موجود ؤ
يادونه كوو چې د روانې ميلادی مياشتی نومبر په څوارلسمی نیټې هم د يانګون ښار په شاه عباس سيمې كې هم د غدير جشن تر سره شو.

۸۹۹۱۹۴
captcha