IQNA

ساحل عاج كې د غدير اختر په مناسبت جشن تر سره كیږی

21:31 - November 17, 2011
د خبر لمبر: 2223878
كلتوری ډله: د غدير اختر په مناسبت د خوشالۍ پروګرامونه د اتلسم او نولسم نومبر د جمعی او خالی په ورځ د ساحل عاج په پلازمينې ابيجان كې ترسره كیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له افريقی څانګې ېې نقلوی چې دا پروګرامونه د ځای وخت په مطابق د ماښام پاو باندې اته بجې د دې ښار په ماركوری محله كې په الزهراء كلتوری موسسې كې تر سره كیږی.
همدارنګ د غدير اختر په مناسبت سره د نولسم نومبر په ورځې د ځای وخت په مطابق سهار لس بجې هم په الزهراء كلتوری موسسې كې د ښځو د جشن پروګرام تر سره كیږی.
د ويلو ده چې په دې پروګرام كې د امام صادق عليه السلام د كلتوری سنټر فارغ الحصيل محصلانو ته سندونه او ګران بيه انعامونه وركولې شی.
898391
captcha