د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران په ضد د امريكې د ګواښونو په باب د ايران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای وروستیۍ وينا ته په اشارې سره ټينګار وكړ، د ايران ملت يو سرښيندونكی او میړنی ملت دی چې د رهبرۍ په ملاتړ او د ملی وحدت په پياوړتيا سره ئې تر اووسه پورې د غليمانو ډيرې دسيسې شنډې كړی دی.
حضرت آيت الله امامی كاشانی هم دا راز د تهران په لويدیځ كې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د يوه مركز په ډپو كې وروستۍ چاودنې ته په اشارې سره چې داو ولسو كسانو د شهادت سبب شوه د شهيدانو لپاره ئې له خداوند متعاله د لوړو درجو دعا وكړه.
900147