IQNA

كاشانی: د اسلامی امت ترمينځ وحدت پياوړتيا د ورځې ضرورت دی

18:07 - November 18, 2011
د خبر لمبر: 2224083
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی نن د جمعې لمانځه په خطبو كې د اسلامی امت ترمنیځ له اختلاف او درز څخه په ډډه كولو په ټينګارسره وويل مسلمانان د ملی وحدت او يووالی په پياوړتيا سره د غليمانو د دسيسو په وړاندې مقاومت كولی شی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران په ضد د امريكې د ګواښونو په باب د ايران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای وروستیۍ وينا ته په اشارې سره ټينګار وكړ، د ايران ملت يو سرښيندونكی او میړنی ملت دی چې د رهبرۍ په ملاتړ او د ملی وحدت په پياوړتيا سره ئې تر اووسه پورې د غليمانو ډيرې دسيسې شنډې كړی دی.
حضرت آيت الله امامی كاشانی هم دا راز د تهران په لويدیځ كې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د يوه مركز په ډپو كې وروستۍ چاودنې ته په اشارې سره چې داو ولسو كسانو د شهادت سبب شوه د شهيدانو لپاره ئې له خداوند متعاله د لوړو درجو دعا وكړه.
900147
captcha