IQNA

د پيغمبر اكرم په زمانې كې ښځې ته ټول حقوق ملاو وو

21:55 - November 19, 2011
د خبر لمبر: 2224888
د قرانی كارونو ډله: د مصر قرانی محققې د قرانی محقيقينو نړيوال سيمينار ته په خپل خطاب كې په اوسنی وخت كې د ښځو د ښه رول ته په اشارې سره وويل چې د پيغمبر اكرم په زمانې كې ښځې ته ټول حقوق ملاو وو.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مصری قرانی محققه ميرمن آمنه نصير د قرانی محقيقينو ښځو نهم نړيوال سمينار ته په خطاب كې وويل چې زه دلته د ښځې په مختلف اړخونو په هكله خبرې كوم ځكه چې ښځې ته ډيرې دندې تر سره كولو موقعې شته لكه د مور ښځې او خور او لور او تربيت كوونكی په ټوكه كارونه او دندې تر سره كولې شی او اسلام هم تل ښځې سره د عادلانه كړچار په هكله حكم كړی دی.
ميرمن امنه نصير په پایې كې وويل چې زه له پاك الله دعا كوم چې د اسلامی امت د يووالی حفاظت وكړی او دغه اتحاد نور هم ټينګ كړی ځكه چې مزبوت قدمونه هله پورته كیږی چې وحدت او يووالی وی.
899954
captcha