IQNA

د ال سعود د فوځيانو په لاس د يو بل شيعه ځوان شهيديدل

22:08 - November 22, 2011
د خبر لمبر: 2227219
نړيواله ډله: «علی الفلفل» يو شيعه ځوان د دوشنبې په ورځ د لړم د مياشتې په 30 نیټه، په هغه لارويون كښې چې د "ناصر المحيشی" د وژلو په خلاف او قطيف ښار كښې كيدۀ، د ال سعود د فوځيانو په ګولۍ شهيد شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د راصد له خبری چينله یې نقلوی، د المحيشی د وژلو 24 ساعته وروسته يو شيعه 19 كلن ځوان د قطيف په ښار كښې، د سعودی پوليسو په لاس شهيد كړې شو.
له دې وروسته چې ناصر المحيشی وژل شو د يكشنبې په ورځ د لړم د مياشتې په 29 نیټه په يوه چوكۍ كښې، له دې وروسته چې د عربستان حكومت د هغه مړې د هغه كورنۍ ته نه وركاوۀ، د دوشنبې په ورځ يو لارويون وشو.
د سعودی فوځيانو نيغ په نيغه په لارويون كوونكيو باندې ګولۍ وورولې هغه علی الفلفل په دې لارويون كښې شهيد كړې شو.
902975
captcha