IQNA

احمدی نژاد: ايران له نړۍ سره د نويو سياسی او اقتصادی اړيكو جوړولو هڅې كوی

16:40 - November 23, 2011
د خبر لمبر: 2227862
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد وويل، نړی د مينې او عدالت په اساس يوه نوی نظم ته اړتيا لری
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد پرون په ايران كې د پانګونې د فرصتونو په اړه د لوېې غوندې په پرانستونكو مراسمو كې د وينا پر مهال وويل د ټولو ملتونو په چوپړ كې وی او د هغوی د نيكمرغۍ ، كرامت او ودې شرايط برابر كړی .
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه داسې نه شی كيدای چې څو تنه يا څوبې فرهنګه شتمنې ډلې د خپلو ګټو په تأمين پسې وی او په بشری نړۍ كې ټول كلتورونه ، فكرونه او محبتونه خپلو موخو ته په رسيدا كې له منځه يوسی .
د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدی نژاد په دې ټينګار سره چې له اقتصادی فعاليتونو بايد يواځې د ملتونو ترمنځ په سالمو اړيكو كې كار واخيستل شی څرګنده كړه اقتصادی فعاليتونه د انسان د حقيقی استعدادونو د غوړيدا او كمال لپاره يو فرصت دئ .
په ايران كې د پانګونې د فرصتونو دوه ورځنۍ غونډې پرون د نړی د بيلابيلو هيوادونو د پانګوالو په شتون سره په تهران كې په كار پيل وكړ
904126
captcha