د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تهران په جنوب كښې اسلامشهر ولسوالۍ ته په سفر سره و ويل دايران ملت به تل په هوښيارۍ سره ددښمانانو دسيسې شنډې كړی .
د ايران ولسمشر دخپلې وينا په بلې برخې كښې په ايران كښې دبسيج داونۍ په درنښت سره ټينګار وكړ كه چيرې په دنيا كښې دبسيج كلتور واكمن شی نو په دنيا كښې به نور دپرګنيز واټن او بې عدالتۍ او ظلم هیڅ اتر نه پاتې نشی .
دغه راز د ايران دفاع وزير د دښمانانو هرډول احتمالی تحركاتو او ګواښونو ته دځواب ويلو لپاره دوسله والو ځواكونو په كامل چمتووالی ټينګار وكړ.
هغه وويل د دښمانانو ګواښونو ايران لا پسې قوی او سنبالوی وويل د ايران ځواكونه په سيمې پوره پوره كنټرول لری.
904749