د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پاكستانی ورځ پاڼې «پاكستان آبزرور»، یې نقلوی چې دا تابياوې په دې خاطر غوره كیږی چې په همدا وروستيو څو كلونوكې د سپاه صحابه او لښكر جهنګوی او دغه راز د نورو پيلو او تالی څټو ډلګيو له خوا په درست پآكستان كې د امام حسين عليه السلام پرويرجنومسلمانانو ژوند تريخ كړی او په ډيرو ترهه ګرو او وحشی ډوله عملياتو كې ئې په سلګونو بې ګناه مسلمانان مړه او ژوبل كړی دی
راپورونه ښئ د پآكستان حكومت په تيره بيا په كویټه او پیښْور كې چې تير كال هم په دغوشپو ورځو كې د پيلو او ترهه ګرو ډلګيوله خوا په مسلمانانو بريدونه شوی ووامنيتی تدبيرونه سخت كړائ شوی دی او په بيلابيلو كوڅو او ځايونو كې ئې پلټونكی پستې جوړې كړی دی
هم دا راز ويل شوی چې سږكال په درست هيواد كې يوسل پنځه شپيته امامباړې او جوماتونه حساس ګرځول شوی دی او په دغوځايونو كې خاص امنيتی تابياوې غوره شوی دی
د حضرت امام حسين عليه السلام د شهادت شپې ورځې په درستې دنيا په تيره بيا په درست پاكستان كې په خاص ولولې او پرتم سره لمانځل كیږی او په دغو شپو ورځو كې درست مسلمانان د يووالی او اتحاد ستره ننداره وړاندې كوی ځكه د امام حسين د قربانۍ مقصد هم د رسول الله بزرګوار د دين اسلام ساتل او د كفر او شرك او ظلم په خلاف آواز اوچتول وو.
904817