د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی شوری له عمومی اړيكو او تعلقاتو ادارې یې نقلوی چې علاء الدين بروجردی نن په ايران كې د اسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته د انګليستان تخريبی رول ته په اشارې سره زياته كړه د انګليستان دولت په دې هيواد كې د سفارت له وسايلو او امكاناتو او همداراز د بې بې سی تلويزونی او راديويی چينلونو څخه په استفادې سره د ايران په وروستيو بدلونونو كې تخريبی رول لوبولئ دئ .
ښاغلی بروجردی ټينګار وكړ د ايران له اسلامی انقلاب څخه په وړاندې او وروسته كلونو كې د دغه هيواد په ضد د انګليستان توره كارنامه د دې لامل شوه چې له دې هيواد سره د اړيكو د كچې كمولو د طرحې د تصويب كار ګړندئ شی .
ښاغلی بروجردی زياته كړه.د انګليستان سفير تل د ايران د ګټو په وړاندې په لومړۍ ليكه كې دريدلئ دئ .
906224