د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان قرآنی فعال او په قم ښار كښې د حضرت رقيه (س) د قرآنی مركز مدير حجتالاسلام والمسلمين «عبدالجليل المكرانی» د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې ددې ټكی په بيانولو سره ووئيل: امام حسين (ع) په معرفت او شناخت سره خپل پاڅون او خوزښت پيل كړ او پوهيده چې ددې پاڅون پائې څه ده، او د عاشورا سره د عربی هيوادونو د ولسی انقلابونو په پرتله كولو سره كوې شو د ظلم مقابله كول او د مظلومانو د مظلوميت څرګندونه ددغو دواړو پیښو ګډ ټكی وبولو.
د حضرت رقيه (س) د قرآنی مركز مدير د يزيد پر خلاف له پاڅون څخه د امام حسين (ع) د انګيزو او اهدافو په يادولو سره ووئيل: امام حسين (ع) د خپلې كورنۍ يا قبيلې د دفاع له پاره پاڅون نه وو كړی بلكې د خپل نيكه يعنې د خدای تعالی (ج) د پيغمبر(ص) امت د اصلاح او د امر بالمعروف او نهی عن المنكر كولو په موخه ئې د يزيد سره د جنګ ميدان ته ورودانګل او د هغه دين د ژوندی كولو له پاره ئې پاڅون وكړ چې د اسلام ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) راوړی وو نو په دې وجه ئې اسلامی امت محمدی سوچه اسلام ته وروګرځوه او د همدر ارزښتناك او تل پاتی كار په وجه پيغمبر (ص) د دوی په هكله فرمايلی وو: حسين له ما څخه دی او زه له حسين څخه.... 900599