IQNA

(د اردن له قرآن څخه د ملاتړ تنظيم) د قرآن د خدمت بين المللی انعام وګټه

23:30 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230858
بين المللی ډله: (د اردن د قرآن كريم د حمايت تنظيم) د قرآن كريم د حفظ د نړيوال تنظيم له خوا په ٢٠١١ ميلادی كال كښې د قرآن كريم د خدمت د څلورم بين المللی انعام د ګټونكی په توګه غوره شو.
د اردن چاپ د «السبيل» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د حفظ نړيوال تنظيم په ٢٠١١ ميلادی كال كښې د قرآن كريم د خدمت د څلورم بين المللی انعام په لړ كښې د اردن د قرآن كريم د حمايت انجمن، د قرآن د تر ټولو غوره انجمن په توګه معرفی كړ.
په همدې مناسبت ددغه قرآنی تنظيم د ستائنې مراسم د اسلامی نړيوال تنظيم د لوئې مدير «عبدالله بن‌عبدالمحسن التركی» په شتون سره د عربستان په جده ښار كښې تر سره شول او هغه د قرآنی انجمن تر ټولو ستر او غوره انعام د اردن د قرآن د حمايت د تنظيم عمومی منشی «عمر الصبيحی» ته وړاندې كړ. 906980
captcha