IQNA

د موريتانيه وړومبې اسلامی بانك نن افتتاح شو

23:30 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230860
بين المللی ډله: د موريتانيه وړومبې اسلامی بانك نن ددغه هيواد د خپلواكۍ د جشن سره په يو وخت د موريتانيه په پلازمينه نواكشوت ښار كښې پرانيستل شو.
د الجزيره د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د موريتانيه نوی اسلامی بانك د اسلامی پراختيا د بانك (BID) او د تركیۍ د آسيا بانك (ASYA BANK) په همكارۍ سره او ددغو دواړو بانكونو د ګډې څانګې په توګه په نوكشوت نومی ښار كښې جوړ شو.
هيله كیږی چې د موريتانيه وړومبۍ اسلامی بانك به مسلمانو مشتريانو ته بانكی رائج خدمات د اسلامی قوانينو په اساس او د اسلام د مبين دين د شريعت مطابق وړاندې كړی.
د موريتانيه مركزی بانك چې ددغه اسلامی بانك د جوړولو مجوز ئې صادر كړی دی ددغه نوی بانك د جوړولو هدف په عربی مغرب او په افريقای هيوادونو كښې د اسلامی اقتصاد پراختيا اعلان كړه. 907031
captcha