IQNA

ماسكو د (حلال) د دريم بين المللی نندارتون كوربه.

23:20 - November 30, 2011
د خبر لمبر: 2232322
بين المللی ډله: د حلال دريم بين المللی نندارتون به د ١٣٩١ ه ش كال د جوزا يا غبرګولی د مياشتې له ١٨ نه تر ٢١ نیټې پورې د روسیۍ د مفتيانو د شورا په همت په ماسكو ښار كښې تر سره شی.
د «halalexpo» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د حلال محصولاتو او خدماتو د معرفۍ او وړاندې كولو، د حلال محصولاتو له پاره د بازار د پراختيا، په اسلامی سوداګرۍ او اقتصادی پراختيا كښې د ګډون، د اسلامی اقتصادو په ډګر كښې د تجربو د تبادلې، د مسلمانو هيوادونو سره د روسیۍ د سوداګری اړيكو د پياوړتيا او د حلالو سرټيفيكیټونو په صادرولو او د موجودو حلال سرټيفيكیټونو په پيژندنه كښې د تجربو تبادلې په هدف سره ترسره شی.
د روسیۍ له ګاونډيو هيوادونو او همداراز له ايران، مالزی، تركيه، بريتانيا، پاكستان، عربستان، اندونيشيا څخه د حلال په صنعت كښې فعال له ١٥٠ نه زيات شركتونه او ارګانونه به په دغه بين المللی كانفرنس كښې ګډون وكړی. 908626
captcha