بين المللی ډله: دې ټكی ته په پام سره چې د سيمې د مسلمانو او رنځيدلو خلكو پاڅونونو د ظلم، استبداد او استكبار د له منځه وړلو او د الهی عدل د حكومت د جوړولو، د اسلامی احكامو د اجرا كولو او په نورو پورې د پيئلتوب د مخنيوی په موخه بڼه نيولې ده او دا كارونه همهغه د عاشورې له پاڅون څخه د حضرت امام حسين(ع) هدف او انګيزه وه، وئيلې شو چې حسينی عاشورا د اسلامی بيدارۍ له پاره يو مثال او بيلګه ده.
د (اسلامی بيداری، حسينی نهضت) نومې بين المللی كنګرې منشی آيت پيمان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې ددغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: تاريخ ته يوه كتنه راښئی چې په اروپا او ايشيا كښې د زياترو آزادی غواړو او فكری رهبرانو، د نړۍ د تكړه دانشورانو او مستشرقينو په كلام او د هغوی په آثارو كښې دا اعتراف په ډاګه ليدل كیږی چې د ولسونو بيداری، د ظلم په وړاندې پاڅون كول او د حق او انصاف واكمنول په عاشورا كښې د حضرت امام حسين (ع) د پاڅون نتيجه ده. د مثال په توګه د هندوستان د انقلاب مشر وئيلی وو چې هغه څه چې مې تر سره كړل د هغه درس او عبرت نتيجه وه چې له حسين ابن علی (ع) څخه مې زده كړی وو او نن سبا هم د تيونس، ليبيا، الجزائر، مصر او يمن او د هغو ټولو هيوادونو د اصيلو اسلامی حركتونو په مشرانو باندې چې د اسلامی خوزښت او حركت څپه پكښې را اوچته شوې او حتی په غير شيعيانو باندې، د سيدالشهدا د فرهنګ اغيزه ليدله كیږی. 908245