د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د مصر اليوم السابع ورځپاڼې یې نقلوی چې د پارلمان د انتخاباتو د لومړنيو پايلو په قول وويل د مصر ازادۍ او عدالت ګوند چې د اخوان المسلمين ګوند سياسی لاس بلل كیږی په نهو ولسواليو كښې تر ټولو زياتې رایې ګټلی دی چيرې چې په تيرې دوشنبې او چهارشنبې ورځ د انتخاباتو لومړی (۱) پړاو ترسره شوی وو.
دې ورځپاڼې زياته كړه له ازادۍ او عدالت ګوند وروسته النور ګوند چې يوه مذهبی ډله ده زياتې رایې ګټلی دی.
د مصر دغه در ې(۳) پړاويزه انتخابات چې دجنورۍ تر لسمې نیټې پورې به دوام ولری په فرورۍ مياشت كښې دپخوانی ديكتاتور حسنی مبارك له نسكوريدا وروسته دمصر لومړنی انتخابات ګڼل كیږی .
دمصر دپخوانی ديكتاتور حسنی مبارك په وخت كښې په اسلامی ګوندونو بنديز وو او سخت ځپل شوی وو او اوس لومړی ځل دی چې دخپلو سياسی ګوندونو په لرلو سره دلومړی ځل لپاره په انتخاباتو كښې ګډون كوی .
دمصر دانتخاباتو په لومړی پړاو كښې د۱۶۸ څوكيو دترلاسه كولو لپاره څه دپاسه درې زره اته سوه (۳۸۰۰)كانديدان له يو بل سره سيالۍ كوی .
د مصر دپارلمان دانتخاباتو لومړنۍ نتيجه به دجنورۍ دمياشتې په ديارلسمه نیټه اعلان شی .
د مصر نوی پارلمان ته دجون مياشتې په اخر كښې دولسمشرۍ له انتخاباتو وړاندې دنوی اساسی قانون د تدوينيدا لپاره د يوې كمیټۍ دجوړيدا كار وسپارل شی .
908767