IQNA

د بحرين آل خليفه رژيم د جوماتونو او سپیڅلی ځايونو سپكاوې كوی

7:50 - December 01, 2011
د خبر لمبر: 2232349
نړيواله ډله: د بحرين ملی وفاق غورځنګ نن په يوې اعلامیې كې وويل د بحرين د آل خليفه رژيم په النويدارت سيمې كې د ابوذرغفاری جومات له غير قانونی ړنګولو وروسته فيصله كړې ده په دغه ځای كې پارك جوړكړی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل العالم یې نقلوی چې د بحرين ملی وفاق غورځنګ د آل خليفه رژيم دغه فيصله د بحرين د ښاريزو د احساساتو په ضد او د اسلامی ارزښتونو په خلاف يو لمسونكی اقدام وباله او ټينګار ئې وكړ دغه اقدام د پرګنيزو احساساتو د پارولو په چوكاټ كې دی او د آل خليفه رژيم د دې په ځای چې هغه ۳۸ جوماتونه چې ئې شهيدان كړی دی بيا روغوی، فيصله ئې كړې چې د دغو جوماتونو مځكه په پارك بدله كړی
په نوموړی اعلامیې كې هم دا راز راغلی دی ابوذرغفاری جومات د تير اپريل په نولسمه د آل خليفه رژيم په يوه غير اسلامی اقدام او د هغوی د ځپونكی سياست په چوكاټ كې شهيد كړی دی.
اعلاميه زياتوی دغه جومات چې د جوړيدا یې اويا كلونه تيریږی، د ابو ذرغفاری جومات په توګه ټول ضروری سندونه لری ټينګار وكړ، دا جومات په موقوفه مځكې جوړ شوی دی او ورانول ئې غير قانونی او غير اخلاقی دی
908313
captcha