د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د سوریۍ د بهرنيو چارو د وزير وليد المعلم او د هغه د ايرانی همرتبه علی اكبر صالحی په شتون سره په جده كښې پيل شوه.
د اسلامی همكارۍ سازمان د جدې په پرونۍ غونډه كښې د ګډون له پاره ددغه سازمان ٥٧ غړو هيوادونو ته بلنه وركړې ده.
د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير اكمل الدين احسان اوغلو له دغې غونډې نه مخكښې د سورئې د بدلولونو د بين المللی كيدو خبردارۍ وركړی وو.
دوی همداراز په سوريه كښې د بهرنۍ لاسوهنې سره د اسلامی همكارۍ د سازمان په مخلفت باندې په ټينګار سره اعلان وكړ: هر ډول خشونت او تاوتريخوالی به د سيمې امنيت او ثبات وګواښی. 908478