د «mcetv.fr»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تولوز ښار د ووكلن(Vauquelin)» نومې مدرسې زده كونكی او معلمان وړمه ورځ دغه مركز ته د ننوتو په وخت په ديوالونو باندې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف له يو لړ شعارونو سره مخامخ شول.
په دغه اسلامی ښوونځی باندې د حملې عاملانو د دغه مركز په ديوالونو باندې د صليب او د آلمانی نازيانو د علامتونو او نښو د جوړولو سربيره، په سور رنګ سره (مسلمانان له فرانسې نه وباسئ) او ( اسلام په كار دی له فرانسې څخه واوځی) په شان شعارونه ليكلی وو.
د فرانسې د ښوونې مسئولانو بې له ځنډه د يو شمير بيانيو په خپرولو سره ددغه شان اقداماتو د غندلو په ترڅ كښې اعلان وكړ: په آموزشی مركزونو باندې د نژادپالو ډلو حمله د منلو وړ نه ده او امنيتی ځواكونه دې ژر تر ژره ددغه كار تر سره كونكی شناسائی او ونيسی. 908426