IQNA

د امام حسين عليه السلام پاڅون د الهی ارادې تر لاندې د انسان دوستۍ پاڅون ؤ

9:03 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2232968
نړيواله ډله: د سعودی عرب شيعه دينی عالم ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين شيخ عبد اللہ النمر د امام حسين عليه ا لسلام پاڅون د خدای تعالی په اذن سره او د انسان دوستۍ غورځنګ وباله او زياته یې كړه چې دا ډول پاڅونونه يا د پيغمبرانو په لاس يا د خدای نږدې وليانو په لاس په ځمكه تر سره كیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز والفجر یې نقلوی چې ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين شيخ عبد اللہ النمر تيره شپه د روانی ميلادی مياشتې دسمبر په لومړۍ نیټې په قطيف په سيهات كلی كې په خطاب سره وويل چې د امام حسين عليه السلام پاڅون يو داسې غورځنګ دی چې سرچينه یې د خدای تعالی اذن او اجازه دی او هغه پاڅونونه چې هغه د پيغمبرانو يا اولياوؤ په مشرۍ كې ترسره كیږی داسی پاڅونونه دی چې انسانيت عدالت، حقيقت او امنيت لور ته ښكيلوی.
909411
captcha