IQNA

په سينیګال كښې د قرآن د قرائت د ماشومانو د مقابلو له ګټونكو څخه قدرونه كیږی.

23:20 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2233561
بين المللی ډله: د ماشومانو له پاره د قرآن د قرائت د مقابلو له ګټونكو څخه د قدرونې مراسم سه شنبه د ليندې د مياشتې په ١٥ د سنیګال په پلازمينه ډاكار كښې تر سره كيدونكی دی.
د «APS»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم به د سه شنبې په ورځ په ځائی وخت له ١٠ بجو څخه د سينیګال د اسلامی ورورولۍ او همبستګۍ د غورځنګ MFSI په همت د ډاكار په مدينه نومی ستر جومات كښې پيل شی.
په دغو مراسمو كښې به هغو ماشومانو ته چې د قرآن د قرائت په مقابلو كښې ئې مقام تر لاسه كړې وی، انعامونه وركړې شی او بيا به د قرآن د قرائت او دعا مراسم تر سره شی او د قرآن د مقابلو تكړه او غوره كسان به د كلام الله مجيد د يو شمير آياتو تلاوت وكړی.
همداراز ددغو معنوی مراسمو تر څنګ به د قرآنی كلاسونو د ښه كيدو او هم د سينیګال اړمنو كورنيو ته د مرستې رسونې له پاره د ډاكار ښار د مسلمانو كورنيو مالی مرستې راغونډې شی. 909894
captcha